IQNA

د مصر د اوقافو وزارت د قرآني حفظ له مرکزونو پر  ملاتړ ټینګار وکړ

13:36 - May 11, 2026
د خبر لمبر: 3492752
ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن د حفظ مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره د څلورمې ځانګړې سیالۍ د ګټونکو نوملړ په اعلانولو سره، له دغو مرکزونو او د هغوی د علمي او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

 ایکنا نیوز د «صدی البلد» له قوله راپور راکړ، د مصر د دینی اوقافو وزارت د قرآن  د ستر  څلورم  پړاؤ  د سیالۍ ګټونکي اعلان کړل. دغه سیالي د قرآن د حفظ  د مرکزونو د زده‌کوونکو ترمنځ د دغه هېواد د اوقافو نړیوالې اکاډمۍ په مرکز کې ترسره شوې وه.

دا سیالي د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۲۱ تر ۲۳  نېټې (د غواي د میاشتې له لومړۍ تر درېیمې) پورې روانه وه او د ګډونوالو ترمینځ د حفظ، تلاوت او تجوید په برخو کې د لوړې کچې سیالۍ وروسته پای ته ورسېده.

د مصر د اوقافو وزارت اعلان وکړ چې د سیالۍ په پای کې هغه ګډونوال بریالي شول چې د قرآن په حفظ او ښکلي اداء کې ئې ځانګړې وړتیا لرله، او دا د قرآن د حفظ د روزنیزو مرکزونو مهم رول څرګندوي.

وزارت ټینګار وکړ چې دغه مرکزونه په اغېزشیندونکي ډول د داسې قرآني فعالانو په روزنه کې ونډه لري چې له علمي او تبلیغي پلوه وړتیا ولري، او وکولای شي د قرآن لارښوونې په ټولنه کې خپرې کړي او ملي شخصیتونه وروزي.

دغه سیالي د اوقافو وزارت د هغه پروګرام یوه برخه ده چې د قرآن له خاوندانو ملاتړ، د دین سمه خپرونه، او د ځوانانو او زلمیانو هڅول دي څو د خداي  کتاب ته مخه کړي او د هغه په ښوونو کې فکر او تدبر وکړي.

وزارت زیاته کړه چې ګټونکو ته ورکړل شوې جایزې د هغوی د هڅو د ستاینې لپاره دي او دا به هغوی وهڅوي چې د قرآن کریم د خدمت او د لوړو دینی ارزښتونو د پابندۍ په لاره کې خپلې غوره هڅې دوامدارې وساتي.

دغه وزارت همداراز اعلان وکړ چې د مصر په ټولنې کې د قرآن د خدمت لپاره د یوه نسل د روزلو په موخه، د قرآن د حفظ له مرکزونو او د هغوی له علمي او روزنیزو پروګرامونو بشپړ ملاتړ کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4351349

captcha